د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه. د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ ټېسټلوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلېږي او د مارچ تر درېیمې به دوام ولري. د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره نور
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې الف (افغان ابدالیان) لوبډله د یو لړ سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر کوي. د کرکټ بورډ له خوا د کب په ۴مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ابدالیان کرکټ لوبډله د روان کال په اپرېل میاشت کې د پنځو یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبې نور
د افغانستان د «اشیهاراکاراته» فدراسیون پخواني ملي لوبغاړي قهرمان شاهین د مویټای په سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه. د راپورنو له مخې، شاهین تېره شپه د ۶۳ ګیلوګرامه وزن په برخه کې له خپل ټایلنډي سیال سره د دغه هېواد په پوکت ښار کې سیالي ترسره کړه چې په درېیم رونډ کې نور
د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو نړۍوالو سیالیو نېټې په ډاګه کړې. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ایرلنډ او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه پیل شي. سرچینې نور
د کرکټ په شپږو لوبو کې له ماتې وروسته افغانستان وکولای شول له سریلانکا یوه شلاوریزه لوبه وګټي او په دې سره یې د دې سیالیو سفر پای ته ورساوه. د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وروستۍ او درېیمه شلاوریزه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲مه) ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی نور
د افغانستان د سنوکر فدراسیون وایي، د سنوکر اسیایي اتلولۍ سیالیو کې افغان لوبغاړي رییسخان سنزي خپلو کوریایي، هندي او قطري سیالانو ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار موندلې ده. د افغانستان سنوکر فدراسیون سرپرست علياحمد یوسفزي ته وویل چې د قطر پلازمېنې دوحه کې د سنوکر اسیایي اتلولۍ سیالۍ د روانې فبرورۍ نور
د افغانستان د یو شمېر پخوانیو ملي لوبغاړو په ګډون په کاناډا کې د (افغان کاناډا اتلانو) په نوم د کرکټ لوبډله جوړه شوه. دغه لوبډله په کاناډا کې د یو شمېر هغو افغانانو لخوا جوړه شوې چې پخوا یې په افغانستان کرکټ بورډ کې په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي. په نور
سریلانکا د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او دغه راز ددرېیو لوبو لړۍ یې هم وګټله. دا لوبه چې نن د سلواغې په ۳۰مه، ترسره شوه، پچه یې سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د سریلانکا لوبغاړو یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او په نور
د ازادو سیالیو افغان ورزشکار بازمحمد مبارز وایي چې په راتلونکې مارچ میاشت کې له خپل فرانسوي سیال «جوهان وان ډي هیل» سره سیالي ترسره کوي. دغه افغان ورزشکار پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، ډېر خوشحاله دی چې یو ځل بیا به له یوې احساساتي او په زړه پورې سیالۍ سره د هېوادوالو په خدمت کې نور
سریلانکا د شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر سره ماتې ورکړه . دا لوبه چې د شنبې په ورځ (دسلواغې په ۲۸مه) د سریلانکا په ډمبولا ښار کې تر سره شوه، پچه یې افغانستان وګټله اولومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د سرلانکا نور