د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو نړۍوالو سیالیو نېټې په ډاګه کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ایرلنډ او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه پیل شي.

سرچینې لیکلي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ یو ورځنۍ سیالي د راتلونکې مارچ میاشتې په ۷مه نېټه، دویمه لوبه به د مارچ په ۹مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شي.

دغه راز، له یو ورځنیو لوبو وروسته به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د مارچ میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه نېټه له ایرلنډ سره درې شل اووریزې لوبې ترسره کوي.

د یادونې ده چې دا لوبې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

 

Views: 356