د افغانستان د سنوکر فدراسیون وایي، د سنوکر اسیایي اتلولۍ سیالیو کې افغان لوبغاړي رییس‌خان سنزي خپلو کوریایي، هندي او قطري سیالانو ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار موندلې ده.

د افغانستان سنوکر فدراسیون سرپرست علي‌احمد یوسفزي ته وویل چې د قطر پلازمېنې دوحه کې د سنوکر اسیایي اتلولۍ سیالۍ د روانې فبرورۍ په ۱۷مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۳مه به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب دوو لوبغاړو رییس خان سنزي، فریداحمد براتي او د دغه فدارسیون تخنیکي او مسلکي مرستیال وحیدالله اصغري ګډون کړی دی.

نوموړی وایي، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ رییس خان وتوانید چې خپلو دوو کوریایي او هندي سیالانو ته ماتې ورکړي، خو فریداحمد براتي بیا خپل هندي سیال ته لوبه وبایلله.

ده وویل، د یادو سیالیو په دویمه ورځ رییس خان سنزي خپل ایراني سیال ته لوبه وبایلله او دغه‌راز فریداحمد براتي بیا خپل قطري سیال ته ماتې ورکړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په درېیمه ورځ رییس خان سنزي خپل قطري سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته لار ومونده او فریداحمد خپلو دوو عربستاني او پاکستاني سیالانو ته لوبه وبایلله او د یادو سیالیو څخه بهر شو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د قطر په کوربه‌توب د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړو د برنزو مډال ګټلی و.

Views: 30