د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر په اړه د کینیا عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړه چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي. د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې نایروبي کې له یوه هوټله نیول شوی و. د بيبيسي د راپور له مخې، پر هغه قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تورلګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي. پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي. تېر کې داسې انګېرل کېده چې ښايي پر هغه افغانستان کې دامریکا د حضور مهال تورونه پورې شوي وي. خو دا لا روښانه نه ده چې د قاچاق تورونه پر ښاغلي قدیر افغانستان کې دننه او که بهرلګول شوي دي. راپور کې راغلي، تېره ورځ قاضي الکزاندر مټېټیو په خپل پرېکړه کې وویل چې دی د ابتدايي محکمې هغه پرېکړه قانوني ګڼي او تائیدويیې چې له مخې یې قدیر امریکا ته سپارل کېږي. خو د هغه وکیلانو په خپله دفاعیه کې ویلي و چې د امریکا او کینیا ترمنځ د بندیانو د استولو هوکړه نشته او بل دا چې پر قدیرلګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري. قاضي مټېټیو د پرېکړه د اعلان پر مهال وویل، د “نړیوال اصولو له مخې هغه [ظاهر قدیر] امریکا ته سپارل کېدای شي.” د ده په ټکو کهکینیا له امریکا سره دوه اړخیزه تړون نه لري، خو د نړیوالو منل شویو قواننیو له مخې د بندیانو استول شته. د ظاهر قدیر وکیل له دغې پرېکړې وروسته ویلي، دوی به د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریضه وکړي. Views: 20
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ پر لاره د واورې ښوېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان درې ورځې مخکې د کار موندلو لپاره د راغستان ولسوالۍ پر لور روان وو چې په لاره نور
د محمدشریفالله محاکمه، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر په برید کې د لاس لرلو تور پرې دی، د دوشنبې په ورځ د امریکا د ویرجینیا ایالت کې پیل شوې ده. خو د هغه مدافع وکیل ویلي چې امریکايي چارواکو په دې پېښه کې ناسم کس تورن کړی دی. دغه برید د ۲۰۲۱ نور
ځینو کارپوهانو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د محمد محقق وروستۍ څرګندونې پر سختو ټکو غندلې دي. محمد محقق ـ چې د پخواني حکومت پر مهال په لوړو دولتي بستونو کې دندې ترسره کړې او نږدې پنځه کاله کېږي له هېواده بهر ژوند نور
بلوچستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه افغانان چې ویل کېږي په غیرقانوني ډول ایران ته روان وو، ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېر ماښام د ریکوډیک پروژې پر سړک د درېيو موټرو د ټکر له امله شوې نور
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره سره، د افغانستان خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول دوام لري او په ۲۰۲۵ کال کې د دې ادارې د لومړنیو بشري اړتیاوو پروګرامونو بودجه ۱.۷ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال په راپور نور
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، په تېرو دوو میاشتو کې اته تنه د فراه په سیند کې ډوب شوي دي او له کورنیو یې غوښتي چې خپل ماشومان د نه پریږدي چې سیندونو ته نږدې شي. د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند او د مطبوعاتي دفتر مسوول، ملا کلیمالله ننګیال، پژواک ته وویل نور
د پروان ولایت مسوولین وايي چې به دغه ولایت کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله اته کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی. د پروان ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د سیاګرد ولسوالۍ د بغندک سیمې په نور
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري پر ملکي وګړو د ډزو په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي او په تړاو یې یو شکمن کس نیول شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، نور
د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان د چین په ارومچي ښار کې د سولې خبرو پر مهال هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسولو لپاره د یوه هر اړخیز حل موندلو په موخه هڅې وکړي. رویټرز د دغه مطلب په خپرولو لیکلي چې د نور