ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره سره، د افغانستان خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول دوام لري او په ۲۰۲۵ کال کې د دې ادارې د لومړنیو بشري اړتیاوو پروګرامونو بودجه ۱.۷ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال په راپور کې راغلي چې د بنسټیزو بشري اړتیاوو برخه کې د افغانستان له خلکو د دغه سازمان ملاتړ لا هم پر ځای دی او دوام لري.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، سره له دې چې نړۍوالې مرستې کمې شوې، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو مرستندویو او شریکانو په سخاوتمند ملاتړ، بنسټیزو خدمتونو ته دوام ورکړی او د ښه کېدو او ځان بسیاینې لارې یې پیاوړې کړې دي.
سرچینې لیکلي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳–۲۰۲۷ ستراتیژیک چوکاټ کې د بنسټیزو بشري اړتیاوو اړوند پروګرامونو تمویل د درېیم پرلهپسې کال لپاره زیات شوی او په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راټواټه ویلي: «میلیونونه افغانان له بنسټیزو خدمتونو، اقتصادي فرصتونو او د معیشت له ملاتړه برخمن شوي دي.»
هغه زیاته کړې: «د بېلګې په توګه، ملګرو ملتونو او شریکانو یې له ۳۴ میلیون ډېر خلک تر پوښښ لاندې راوستلي؛ ۴۳ سلنه نارینه او ۵۷ سلنه ښځو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي؛ له ۴.۶ میلیون زیات ماشومان – چې ۵۸ سلنه یې هلکان او ۴۲ سلنه یې نجونې دي – د ملګرو ملتونو په ملاتړ عمومي زدهکړو کې شامل شوي او شاوخوا ۴۵ زره اوږدمهاله دندې رامنځته شوې چې ۴۵ سلنه یې نارینه وو او ۵۵ سلنه یې ښځو ته ځانګړې شوې وې چې دغه کار د کارموندنې او عاید ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.»
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو کموالی، د خلکو پراخې بېځایه کېدنې، اقلیمي فشارونه، طبیعي پېښې او همدارنګه عملیاتي محدودیتونه، لا هم پر کورنیو، بازارونو او بنسټیزو خدمتونو فشار راوړی دی.
خو د راپور له مخې، سره له دې ټولو، د افغانستان خلکو د پام وړ مقاومت ښودلی او د ملګرو ملتونو، ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ یې، هم د عاجلو اړتیاوو ځواب ویلی او هم یې په اوږدمهال کې د ځان بسیاینې زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې هم شراکتونه مهم محور پاتې شوي او داسې چوکاټونه لکه «د لوړې کچې همغږۍ غونډه» د نړۍوالو شریکانو او افغان چارواکو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړې، څو مرستې په ښه ډول ورسول شي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د همغږۍ ډلې هم د نړۍوالو مالي بنسټونو په ګډون مهم مرستهکوونکي سره راټول کړي او د هغوی دوامدارو مرستو دا ګټه کړې چې مالي سرچینې د خلکو د اړتیاوو او ټاکل شوو لومړیتوبونو له مخې ولګول شي.
په راپور کې د راتلونکي په اړه ویل شوي چې د افغانستان د خلکو اړتیاوې به لا هم د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په محور کې وي او د ملي بنسټونو، سیمهییزو شریکانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ دوامداره همکاري به مهم رول ولري.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ټولو شریکانو سره به د یو لا پراخ او پیاوړي راتلونکي لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.
Views: 6