د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي چې تېره ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې د ډیورند کرښې په استقامت نور
د ایران د بشري حقونو سازمان – چې مقر یې د ناروې په اسلو ښار کې دی – وايي، پرون ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۲۹ کسان اعدام شوي خو د ایران دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ایران د بشري حقونو سازمان تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه نور
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، پر موټرچلوونکو د ویزې حتمي کېدو له امله په تورخم کې د افغان سوداګرو د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه بار لارۍ ولاړې دي. هغوی زیاتوي، که څه هم دواړو حکومتونو د یوې ګډې هوکړې له مخې د ټريډ سرټيفيکېټ په نوم یو سند موټرچلوونکو ته د نور
د بهرنیو چارو وزارت، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا، د المان په منشن ښار او چک جمهوریت کې د هېواد د استازولیو قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ بولي، خو وایي، په کاناډا، اسټرالیا، او هغو اروپایي هېوادونو کې اعتبار نه لري چی مخکې یې په اړه اعلامیه ورکړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو نور
د میدانوردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د «اندریس» په نوم یو امریکايي تبعه د اسلام پر مبارک دين مشرف شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د میدانوردګو ولایت اړوند د جلریز ولسوالۍ د امنیتي مسوولینو د نېک اخلاقو له کبله د اندریس په نوم یو امریکايي نور
د فراه روغتیايي مسوولین وايي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲۶۸۶ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي. د فراه د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکټر عبدالغني وویل چې د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په نور
په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېبپاڼې په داسې حال کې بندې شوې چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونه ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا نور
د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې د ښځو له بشري حقونو «سرغړونو» دوام موندلی دی. د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی نور
په بلخ ولایت کې د یوه خصوصي فابریکې له خوا د چرګانو تولید شوې دانه په لومړي ځل تاجکستان ته صادر شوه. په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د یادې فابریکې مسوول محمدافضل افضلي ووېل چې اوسمهال افغانستان د چرګانو دانې له اړخه پر ځان بسیا دی او ټاکل شوې چې د روان کال نور
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو تعرفه څو برابره لوړ کړه، دغه هېواد ته د تازه مېوې، په ځانګړي ډول د انګورو صادرات ودرېدل او اوس بېرته پیل شوي دي. کندهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وویل، د دوی نور