د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې د ښځو له بشري حقونو «سرغړونو» دوام موندلی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی دی.

راپور کې اویل شوې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو له بشري حقونو «سرغړونو» دوام موندلی دی.

سرچینه زیاتوي، د اپریل میاشتې له لومړۍ د جون میاشتې تر پایه په عام محضر کې د ۱۷۹ کسانو ته چې ۱۴۷ یې سړي، ۲۸ ښځې او څلور هلکان دي، فزیکي سزاګانې ورکړل شوې دي.

خو د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه راپور په غبرګون کې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یوناما وروستی راپور له واقعیتونو لرې او عقده‌مندانه دی.

فطرت زیاته کړې: «دلته شرعي قوانین نافذ دي، د هر چا شرعي حقوق تامین دي او موږ د افرادو او اتباعو حقوقو ورکولو ته د یوې شرعي او دیني وجیبې په سترګه ګورو؛ نو ځکه موږ دا راپور ردوو.»

Views: 10