د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړی استازي د ګوښه کېدو اعلان کړی دی. د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د تېر کال په مې کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی و. نور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش، جورجټ ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکلې ده. ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې مېرمن ګانیون څه باندې ۲۸ کاله د سولې، بشري حقونو، بشري مرستو په جګړهځپلو او له جګړې وروسته هېوادونو کې د نور
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ترکیې او بیا قطر ته تللی؛ هغه ویلي، د بشري حقونو شورا له ۵۷مې غونډې مخکې به د افغانانو له بېلابېلو ډلو، کارپوهانو او حکومتي استازو سره وګوري. د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اووه پنځوسمه غونډه نور
د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی. رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د بیانیې په حواله لیکلي چې د دغه کس د اعدام حکم د تېرې سېشنبې په ورځ (د وږي۱۰مه) تطبیق شوی نور
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولي په ځینو هېوادونو کې د بیزو تڼاکې (اېمپاکس) ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، دغه سازمان د دې ناروغۍ مخنیوي ته د یوه لومړيتوب په توګه ځواب ورکوي. د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) نن (سهشنبې، د وږي ۶مه) پر خپله فېسبوکپاڼه «د اېمپاکس ناروغي څه ده؟» نور
تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی. د بيبيسي د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې د تحول پر مهال د افغانستان هوايي نور
رواداري او د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلا جلا اعلامیو کې، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون په اړه چې د خبریالانو او رسنیو لپاره یې ځینې ښکاره او مبهم محدودیتونه په پام کې نیولي دي، ژوره اندیښنه څرګندوي او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکوي. د طالبانو د حکومت عدلیې نور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته – چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتابه او بشري نور
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د تورخم په ګمرک کې ۲۰۲ ټوکه جعلي نکاح خطونه، اته کورني او بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او ۵۶ کورني بېلابېل نښانونه، چې په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه شوي دي. د مالیې وزارت نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د نور
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري، که څېړنو کې ثابته شوه چې جایزې دي، جواز به پيدا کړي او که نه همداسې به معطل پاتې شي. د لوړو زدهکړو نور