د راپورونو له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې د پرون (یکشنبه) ورځې سختو موسمي ورښتونو زیانونه اړولي دي. د راپور له مخې، په نور
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اذربايجان ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره به پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې خبرې اترې ولري. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین او د اذربایجان ولسمشر الهام علیاف به په باکو کې هر اړخیزې خبرې وکړيِ؛ ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې په لوړه نور
غزه کې د اوربند لپاره هڅې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل لسم سفر په ترڅ کې د اسرائیل پلازمېنې تلابیب ته تللی دی. رويټرز راپور ورکړی چې دغه سفر له حماس سره د اوربند او نیول شوو کسانو خوشي کېدو په اړه د خبرو لپاره د ډيپلوماټیک نور
د بشردوستۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر یا اوچا ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۲۸۰ مرستندویان وژل شوي دي. دغه سازمان نن (دوشنبې) په یوه راپور کې لیکلي، د سږ ميلادي کال د اکسټ تر ۷مې په ټوله نړۍ کې ۱۷۲ مرستندویان نور
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. د غزني اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل، تېره شپه د دهیک ولسوالۍ په شیربوز سیمه کې باران شوی او سېلابونه راوتلي دي. هغه وايي چې د یادو سېلابونو له امله یوه مېرمنه، نور
نن یکشته (د زمري ۲۸مه) له انګرېزانو د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ۱۰۵ مې کالیزې سره برابره ده او امانالله خان په دغه ورځ د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه. افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه نېټه چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست له ۱۸مې سره برابره ده، د امانالله نور
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د تورخم دروازه نن یو ځل بیا د پاکستاني مسوولينو له لوري د لنډمهال لپاره تړل شوې ده. د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر د زمري په ۲۷مه وويل، د فرضي کرښې هغې خوا ته پاکستاني لوري يو ځای پر ځای شوی ماين پيدا کړی او په سیمه کې نور
له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی. دغه پېښه په پاکستان کې په داسې حال کې ثبتیږي چې پرون د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) د افریقا په ځینو برخو کې نور
کونړ کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وټهپور ولسوالي کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیبالله حنیف وویل، تېره ورځ د وټهپور ولسوالۍ په ګمبیر نور
پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ اړوند «ډالبندین» سیمه کې په ډزو د وژل شوو پنځو ناپېژانده کسانو مړي موندل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د یادو کسانو مړي تېره ورځ (جمعه) په ډالبندین سیمه کې د پولیسو له مرکز څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې، دولتي کالج نور