د راپورونو له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې د پرون (یک‌شنبه) ورځې سختو موسمي ورښتونو زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، په بېلابېلو سیمو کې باران او ناڅاپي سېلابونو کرنیزو محصولاتو او کورونو ته زیان رسولی او لږ تر لږه ۱۰ کسان د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د باران له امله رامنځته شوو پېښو کې ټپیان شوي دي.

ورته مهال، د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت سازمان (NDMA) او د پنجاب د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (PDMA) پرون د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی او په لویو ښارونو کې یې د احتمالي ښاري سېلاب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي سازمان تېره ورځ ټولو اړوندو څانګو ته امر کړی چې متوجه و اوسي او اړین احتیاطي تدابیر دې ونیسي.

د یادې سپارښتنې له مخې، په راولپنډۍ، اسلام‌اباد، ګجرانوالا، لاهور، شیخوپورا، کسور او سیالکوټ کې د سېلابونو راتلو خطر شتون لري.

سېلاب مخکې له دې هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې زیانونه اړولي دي.

د یادونې ده، هر کال د اوړي موسمي بارانونه په جون او سپټمبر کې سوېلي اسیا ته رسېږي.

Views: 11