کېرن پټرسن د خپل خوراک طریقه بدله کړې ده. د وېټبي دغه اوسېدونکې اوس خپله سباناری تر درېیو توکو محدودوي؛ په داسې حال کې چې مخکې به یې مېوې، سیریل او نور هغه خوراکي توکي خوړل چې ترې خوند یې اخیست، خو دا بدلون وروسته له هغه راغی چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې.

پټرسن وصال ټلوېزیون ته وویل: « کله چې حساب ورکوئ، ډېرې پیسې درنه ځي، خو کور ته د خوړلو لپاره لږ توکي وړئ.»

 

هغې وویل، بنسټیز خوراکي توکي لکه هګۍ، شیدې، مستې، مېوې او سبزي ګران شوي دي. هغې زیاته کړه: «ما هم اندازه کمه کړې او هم مې ځيني توکي پرېښي دي.»

کېرن پټرسن وايي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو مجبوره کړې چې خپل خوراک کم کړي. (محمود حق‌دوست/وصال ټلوېزیون)

پټرسن، چې پخوا یې د یوې مجردې مور په توګه خپله هم فوډ بانک ته مراجعه کړې وه، وايي غواړي خوراکي توکي ارزانه شي او د عاید د ملاتړ پروګرامونه پیاوړي شي.

 

د هغې تجربه په درهم ریجن کې د یوې مخ په زیاتېدونکې ستونزې ښکارندويي کوي؛ هلته چې د سیمې د روغتیايي څانګې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له هرو څلورو کورنیو یوه یې له خوراکي ناامنۍ سره مخ وه.

 

په ملي کچه، تېر کال شاوخوا ۹،۸ میلیونه کسان چې د کاناډایانو نږدې ۲۴ سلنه جوړوي — په هغو کورنیو کې اوسېدل چې له خوراکي ناامنۍ سره مخ وې. په اونټاریو کې دا کچه ۲۵،۴ سلنه وه.

 

کارپوهان وايي، د خوراکي ناامنۍ اصلي لامل ناکافي عاید دی؛ ځکه معاشونه د کورونو د کرایو او خوراکي توکو د لوړېدونکو لګښتونو سره برابر روان نه دي چې له امله یې ډېرې کارکوونکې کورنۍ، سره له دې چې دندې لري، فوډ بانکونو ته اړتیا پیدا کوي.

 

ان هغه اوسېدونکي چې له مالي پلوه ځانونه سمبالوي، وايي د خوراکي توکو بیې داسې لوړې شوې چې له پامه غورځول یې سخت دي.

 

اظهر بټ، چې په وېټبي کې ژوند کوي او له خپلې مېرمنې سره یوځای بشپړ وخت کار کوي، وايي کورنۍ یې لا هم کولای شي خوراکي توکي واخلي، خو بیې یې په چټکۍ لوړې شوې دي.

 

بټ وویل: «که د شیدو د یوه کارتن بېلګه واخلم، وینم چې لږ تر لږه څو ډالره لوړ شوی دی. زما د خوراکي توکو په لېست کې هر څه بې له شکه ګران شوي دي.»

د وېټبي اوسېدونکی اظهر بټ وايي، د ورځنیو توکو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي. (محمود حق‌دوست/وصال ټلوېزیون)

بټ وصال ټلوېزیون ته وویل، د هغه کورنۍ دومره عاید لري چې پر مېز خواړه کېږدي، خو ډېر نور خلک دا توان نه لري.

 

دا فشار په سیمه‌ییزو فوډ بانکونو کې هم څرګند دی.

د ۲۰۲۴ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې، د «Feed the Need in Durham» شبکې اړوند پروګرامونو ته نږدې ۹۰۰ زره مراجعې شوې وې، چې د تېر کال پرتله ۲۷،۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

د کاناډا کلنۍ انفلاسیون کچه په مې میاشت کې ۳،۲ سلنې ته لوړه شوه، په داسې حال کې چې په اپرېل کې ۲،۸ سلنه وه؛ دا زیاتوالی تر ډېره د منځني ختیځ له جګړې سره تړلو د تېلو او خوراکي توکو د لوړو بیو له امله بلل شوی دی.

 

د کاناډا احصایې اداره وايي، د خوراکي توکو انفلاسیون ۴،۴ سلنې ته رسېدلی، چې تازه سبزي، مېوې او روميان د هغو توکو له ډلې دي چې تر ټولو ډېرې بیې یې لوړې شوې دي.

 

د سیمکو هال د مېشتېدو مرکز «Simcoe Hall Settlement House» کې، چې د اوشاوا یوه ټولنیزه اداره ده او سیمه‌ییز فوډ بانک لري، اجرائیوي رییسې ټیفني کېفټ وویل، غوښتنه دومره لوړه شوې چې اوس په سهار کې خدمتونه تر ۳۵ کورنیو او په ماسپښین کې تر نورو ۳۵ کورنیو پورې محدودوي.

سره له دې محدودیتونو، دغه اداره هره میاشت شاوخوا ۳۶۰۰ بېلابېلو کسانو سره مرسته کوي.

 

هغې وویل: «که څه هم فوډ بانکونه په اصل کې د بحران پر مهال د بیړنۍ مرستې لپاره جوړ شوي وو، خو موږ په زیاتېدونکي ډول هماغه کورنۍ وینو چې میاشت په میاشت زموږ پر خدمتونو تکیه کوي؛ ځکه عاید یې د ژوند د بنسټیزو لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.»

 

کېفټ وصال ټلوېزیون ته وویل، اوس د فوډ بانک له هرو څلورو کاروونکو نږدې یو یې هغه زاړه کسان دي چې پر ثابت عاید ژوند کوي او همدې لپاره ادارې د زړو کسانو لپاره ځانګړي ساعتونه برابر کړي دي.

 

دغه اداره همدارنګه ډېرې کارکوونکې کورنۍ هم ویني، چې په کې د دوو عایدونو لرونکې کورنۍ هم شاملې دي، خو بیا هم د خوراکي مرستې اړتیا لري.

په اوشاوا کې د سالوېشن ارمي د ټولنې او کورنیو خدمتونو څانګې هم ورته وضعیت راپور کړی دی.

 

د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې، دې ادارې له ۱۲۰۰ څخه ډېرو بېلابېلو کورنیو سره د ۱۳۲۰۱ ځلې مرسته کړې، د دغې ادارې د عامه اړیکو مسوولې کورټني هارکین وویل.

 

هارکین وویل، نږدې ۴۴ سلنه مراجعې د ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ماشومانو په استازیتوب شوې وې، په داسې حال کې چې نږدې یو پر درېیمه برخه مراجعین د لومړي ځل لپاره د مرستې غوښتونکي وو.

هارکین زیاته کړه: «ډېرې کورنۍ چې مخکې یې هېڅکله مرستې ته اړتیا نه لرله، اوس ټولنیزو ادارو ته مخه کوي.»

 

هارکین وویل، د دوی د ادارې څېړنې موندلې چې د اونټاریو ۶۱ سلنه کورنۍ د خپل عاید د غځولو او بسیا کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې ۷۹ سلنه د ژوند د لوړېدونکو لګښتونو په اړه اندېښمنې دي.

 

هارکین زیاته کړه: «فوډ بانکونه د بیړني ملاتړ لپاره جوړ شوي او همدا یې لا هم موخه ده. له بده مرغه، د ځینو کورنیو لپاره دغه بیړنی حالت تر هغه ډېر اوږد شوی چې هر څوک یې غواړي.»

 

د ټورنټو پوهنتون استاد او د ترانسپورټ او روغتیا په برخه کې د کاناډا د څېړنیز ادارې مشر مایکل وایډنر، ، وویل چې خوراکي ناامني تر ډېره د عاید ستونزه ده.

وایډنر وصال ټلوېزیون په یوه برېښنالیکي ځواب کې وویل: «بیې د معاشونو او نورو لګښتونو په پرتله ډېرې لوړې دي. خواړه اختیاري شی نه دی. دا حقیقت چې د هغو کسانو شمېر زیاتېږي چې د ماښام ډوډۍ پر مېز نه شي اېښودلای، د دې خبرداری دی چې یو څه خراب شوي دي.»

مایکل وایډنر، د ټورنټو پوهنتون استاد، وايي خوراکي ناامني تر ډېره د عاید ستونزه ده؛ ځکه معاشونه د خوراکي توکو او د ژوند د لوړېدونکو لګښتونو سره برابر نه دي روان. (انځور رالېږل شوی.)

وایډنر وايي، حکومتونه باید د خوراکي توکو لګښتونه راکم کړي او هممهاله ډېرې باثباته او ښه معاش لرونکې دندې رامنځته کړي. نوموړي دا هم وویل چې ښه عامه ټرانزیټ کولای شي له اوسېدونکو سره مرسته وکړي چې ارزانه پلورنځیو ته لاسرسی ومومي.

 

د درهم ریجن د روغتیا څانګه هم دا مني چې خوراکي ناامني د خوراکي توکو د کمښت نه، بلکې د ناکافي عاید له امله رامنځته کېږي.

دې څانګې ویلي، لوړ انفلاسیون، د سود د کچو زیاتوالی، بې‌کاري او د کورنیو د پورونو زیاتوالی لا هم پر کورنیو فشار راولي.

 

یادې څانګې وویل، ډېرې هغه کورنۍ چې له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، پر کاري عاید تکیه کوي، چې ډېر وخت د لږ تر لږه معاش یا ناثباته دندو له لارې ترلاسه کېږي.

دواړو فوډ بانکونو وویل، دوی له حکومتونو څخه مستقیم عملیاتي تمویل نه ترلاسه کوي او پر بسپنو، رضاکارانو او ټولنیزو همکاریو تکیه کوي.

 

د درهم ریجن مسوولین وايي، د خوراکي خوندیتوب د ملاتړ لپاره یې سیمه‌ییزې بودجې ځانګړې کړې دي.

سیمه‌ییزې شورا په ۲۰۲۵ کال کې د ټولنې د ټولنیزې پانګونې د پروګرام له لارې ۷۵۰ زره ډالر تصویب کړل چې په کې ۲۵۰ زره ډالر د دوامدار خوراکي خوندیتوب صندوق لپاره وو.

 

د ۲۰۲۶ کال پروګرام، چې تر ۵۰ زره ډالرو پورې مرستې ورکوي، ۲۸ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې اوس تر ارزونې لاندې دي.

د روان کال په لومړیو کې، فدرالي حکومت هم د لګښتونو د اسانتیا لپاره نوې تګلارې اعلان کړې، چې په کې له ۱۲ میلیونو ډېرو کاناډایانو لپاره د کاناډا د خوراکي توکو او اړینو توکو ګټه، فوډ بانکونو ته اضافي تمویل او د خوراکي خوندیتوب ملي ستراتیژي شامل دي.

 

وایډنر د خوراکي توکو نوې ګټه او ملي ستراتیژي وستایله او ویې ویل چې دا کولای شي په اوږدمهال کې د خوراکي توکو د ارزانه کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

خو هغه وویل، د خوراکي توکو د بیو راټیټېدل وخت نیسي او حکومتونه باید په هغو خدمتونو کې پانګونې ته دوام ورکړي چې له خلکو سره ارزانه خوراکي توکو ته په لاسرسي کې مرسته کوي.

 

د کېفټ په باور، فوډ بانکونه اوږدمهاله حل‌لاره نه ده.

هغې وویل: «فوډ بانکونه له خلکو سره په سختو وختونو کې د ملاتړ په برخه کې مهم رول لري، خو باید دایمي حل‌لاره ونه ګرځي.» د هغې په وینا، د ستونزې د حل لپاره ارزانه کورونه، پیاوړي عایداتي ملاتړونه او داسې دندې ته اړتیا ده چې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو معاش ولري.

Views: 19