د طالبانو مرستیال ویاند وایي، په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د پکتیا پر څمکنیو، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالیو هوایي بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړې: «د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند مندوخېلو کلي کې پر یوه ملکي کور پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپین‌ږیری او یو ماشوم شهیدان او نور غړي یې ټپیان شوي خو کله چې یې د ژغورنې لپاره د کلي خلک راټول شوي، دویم ځل بمبار شوی چې ٢٨ کلیوال پکې شهیدان شوي او ١٥٨ نور ټپیان شوي.»

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ یو ټپي شوی اوسېدونکی وایي، تېره شپه د پاکستان له لومړي هوايي برید وروسته خلک راټول شول تر څو ښځې او ماشومان له خاورو او کنډوالو راوباسي چې دویم هوايي برید وشو. دی وايي دویم هوايي برید پر هغو ملکي خلکو وشو چې د مرستې هڅه یې کوله.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحلیم حیدر وايي، په دې کور کې شل شاوخوا کسان شهیدان شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اړوند په ولوست کلي کې د یوه کس کور بمبار شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې شپږ کسان شهیدان شوي دي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د میین کلي یو اوسېدونکی وایي، تېره شپه د پاکستاني رژیم په دغه کلي کې د یوې کونډې پر کور هوايي برید کړی؛ داسې کونډه چې خاوند یې دوه ـ درې کاله مخکې مړ شوی و. د سرچینې په وینا، په دغه برید کې د یوه سړي په ګډون، دوې مېرمنې او درې یتیم ماشومان شهیدان شوي دي.

فطرت لیکلي، د کونړ مرورې ولسوالۍ اړوند په برولو کلي کې د یوه ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري خو کور یې بشيړ ویجاړ شوی او مالي زیان وراوښتی دی.

فطرت لیکلي، د تېرې شپې په بریدونو کې تر دې مهاله ټول ۳۶ عام وګړي چې ماشومان او ښځې هم په کې دي، شهیدان او ١٦٣ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په یادو بریدونو کې درې کورونه هم په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پوځي رژیم له لوري تېره شپه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو ترسره شوي بریدونه د هېواد د ملي حاکمیت نقض او له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې بللي دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. د هغه په وینا، د پاکستان خیر په دې کې دی چې د شخړه‌ییز سیاست او له افراط‌پالنې سره له دوه‌ګوني چلنده لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر اصولو ولاړ تعامل وکړي.

د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، هم پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې چې له امله یې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلي دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «دا ډول دښمنانه اقدامات نه یوازې هېڅ ستونزه نه شي حل کولای، بلکې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي. تجربې ښودلې چې زور ته مخه کول او پوځي اقدامات هېڅکله د اختلافاتو د حل لپاره تلپاتې لار نه وه او نه به وي.»

 

هغه څرګنده کړې چې له دې وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمنتیا، رغنده خبرې اترې او د اختلافاتو د سوله‌ییزو لارو حل دی.

یان اېګلنډ، د ناروې د کډوالو شورا مشر، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید هېڅکله هدف ونه ګرځول شي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې د افغانستان او پاکستان له پوځي ځواکونو غوښتي چې د نړۍوالو بشري قوانینو پابند پاتې شي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د افغان ملت ګوند د مشر ستانه ګل شیرزاد وايي چې د افغانستان په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان له لوري ترسره شوي وروستي هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندي او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د ولسونو د ګټو خلاف، د سیمې د ثبات لپاره خطرناکې او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه بولي.

شیرزاد ویلي په دغو بریدونو کې د بې ګناه ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو وژل کېدل او زیانمنېدل یوه ستره غمیزه ده. د شهیدانو کورنیو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله لري.

شیرزاد ویلي: «د خپلې مور وطن د دفاع، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره یوازې احساسات او شعارونه بسنه نه کوي، بلکې عصري زده کړو، مسلکي کدرونو، پرمختللې ټکنالوژۍ او معاصرو دفاعي وسایلو ته اړتیا ده. یو ملت هغه وخت پیاوړی کېږي چې د علم او پوهې لارې یې پرانیستې وي. موږ مسلمانان د الله تعالی پر نصرت باور لرو، خو اسلام موږ ته د علم، هڅې او تدبیر لارښوونه هم کوي. که یوازې په دعا او انتظار سره بریا ترلاسه کېدای، نو د نړۍ په ډېرو شخړو کې به ستونزې له همدې لارې حل شوې وای. له همدې امله د عصري زده کړو محدودول د یوه ملت د پرمختګ او دفاعي وړتیا پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د پاکستان بېګاني بریدونه نامردانه عمل بللی او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو غچ به په مناسب وخت کې واخیستل شي. هغه په پروان ولایت کې د خبریالانو فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار کې ویلي: «د پاکستان پوځې رژیم په نامردانه شکل بېګا شپه په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمباري کړې، حتماُ په مناسب وخت به د دې غچ اخیستل کېږي.» هغه زیاته کړې، د نظام تصمیمونه په احساساتو نه نیول کېږي، بلکه سنجیده اقدامات په مناسب وخت کې ترسره کېږي.

#پکتیا #څمکني #مندخېل #پاچاخان #پاکستان #هوايي_برید #ملکيان #ژغورونکي #ماشومان #مېرمنې #افغانستان

 

Views: 1