روسي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونو نن دوشنبه سهار، نږدې ۶۰ بېپیلوټه الوتکې چې د مسکو پر لور روانې وې، نسکورې کړې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دې برید د روسیې د پلازمېنې د څو هوايي ډګرونو فعالیتونه په موقتي ډول ودرول.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په ټلګرام کې په یوه پیغام کې ویلي چې د دغه هېواد د هوايي دفاع ځواکونو پلازمېنې ته تر رسېدو مخکې لسګونه بېپیلوټه الوتکې له منځه وړې دي.
هغه د احتمالي زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې مرستندویه ځواکونه هغو سیمو ته استول شوي چې د دغو الوتکو پاتې شوني پکې لوېدلي دي.
سرچینې لیکلي چې د دې برید له امله د شرمتیوو، دومودیدوو، ونوکووو او ژوکوفسکي هوايي ډګرونو د یو څه وخت لپاره خپلې الوتنې ودرولې. د روسیې د هوايي چلند ادارې وروسته اعلان وکړ چې د دغو هوايي ډګرونو فعالیتونه بېرته پیل شوي دي.
دا برید څو ورځې وروسته له هغه رامنځته شوی چې اوکرایني بېپیلوټه الوتکو د مسکو یوازینی د تېلو چاڼځای په نښه کړ. د روسي سرچینو د معلوماتو له مخې، په هغه برید کې د روسیې دفاعي سیستمونو نږدې ۲۰۰ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې وې چې د ۲۰۲۲ کال د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې پر مسکو د تر ټولو لویو هوايي بریدونو له ډلې ګڼل کېږي.
رویټرز لیکلي چې روسیې او اوکراین په وروستیو میاشتو کې هوايي بریدونه او د بېپیلوټه الوتکو کارول ډېر کړي او دغه بریدونه د جګړې د لومړۍ کرښې له سیمو لرې ځایونو ته هم غځېدلي دي.
Views: 7