قطري چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د مایع طبیعي ګاز (LNG) د پروسس په اصلي تاسیساتو کې د چاودنې له امله ۵۴ کسان ټپیان شوي او ۱۸ نور نادرکه دي.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د قطر د لټون او ژغورنې نړۍواله ډله د دې «داخلي چاودنې» له رامنځته کېدو وروسته د ورک شوو کسانو موندلو لپاره سیمې ته استول شوې ده.
د قطر د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې لامل «تخنیکي ستونزه» بللې، خو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
دغه وزارت همداراز ټینګار کړی چې له یادو تاسیساتو هیڅ ډول خطرناک مواد نه دي خپاره شوي او د عامه امنیت لپاره کوم ګواښ نشته.
د قطر د انرژۍ شرکت (QatarEnergy) ویلي چې د بېړني غبرګون ډلې د «برزان» فابریکه کې د چاودنې له رامنځته کېدو سره سم اقدام کړی او له هغې رامنځته شوې اورلګېدنه یې مهار کړې ده.
راس لفان صنعتي ښار چې د دوحې ښار شاوخوا ۸۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، د مایع طبیعي ګاز (LNG) د صادراتو د نړۍ تر ټولو ستر مرکز کوربه دی او د نړۍ نږدې پنځمه برخه مایع طبیعي ګاز تولیدوي.
Views: 1