د پکتیکا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه پرون ماښام د برمل ولسوالۍ د ډنګرلیګډ په سیمه کې هغه مهال شوې چې یوه کباړي غوښتل مرمۍ اره کړي.
سرچینه زیاتوي چې په دې چاودنه کې د پنځو ماشومانو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې ناچاودو توکو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د هغو د لیدو په صورت کې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
Views: 9