بغلان کې مسوولين وايي چې د دغه ولایت په خنجان، دوشي او دهنه‌غوري ولسوالیو کې تېره شپه د سېلابونو راتلو له امله درې کسان مړه او لسګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ریيس هدایت‌الله همدرد ويلي چې تېره شپه د دغه ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو راتلو له امله درې کسان مړه او ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
هغه دغه‌راز د لومړنيو معلوماتو له مخې زياته کړې چې په دوشي او دهنه‌غوري ولسواليو کې هم نولس استونګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

Views: 8