امریکا وایي، چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستو ورکونکو هېوادونو سره یوځای به په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر څخه بیاکتنه وکړو.

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شازدافیرې مېرمن کرن ډیکر دا څرګندونې د کب په ۲۱مه، پر اېکس شبکې کړې دي.

هغې زیاته کړې: “ اصلی تمرکز مو په روڼتیا او نظارت دی. “

مېرمن ډیکر ویلې، افغانې ښځې د توپیر رامینځته کوونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي.

خو دامریکا سفیرې دا نه دي ویلي چې له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو سره د مرستو دا ارزونه کله او چېرته کوي.

د یادونې وړ ده چې امریکا او نړۍواله ټولنه هره اونۍ د شاوخوا ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړې افغانستان ته د بشري مرستو په نامه رالیږي.

امریکا تېره میاشت ویلي وو، چې د اګست ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان سره د شاوخوا دوه میلیادره ۸۰۰ زرو امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.

 

Views: 10