چین کې د ډبرو سکرو د یوه شرکت په اداري ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د اورلکېدنې دغه پېښه نن (پنج‌شنبه) سهار ۶:۵۰ د چین شمال په شانشي ښار کې په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې شوې ده.

تر اوسه د دې اورلکېدنې لامل نه دی روښانه شوی خو په هغه ښار کې شوې چې چین کې د ډبرو سکرو تر ټولو لوی تولیدکوونکی دی.

دا اورلکېدنه داسې مهال شوې چې له دې مخکې هم د چین په یوه روغتون کې د یوې مرګونې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي وو.

Views: 14