د راپورونو له مخې، ترکیه کې ۶۴ افغان کډوال چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول تللي وو، نیول شوي دي.

د ترکیې رسنیو خبر ورکړی چې یاد شمېر افغانان یې په یوه لارۍ کې له ایراني چلوونکي سره نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، د سږ میلادي کال په جون کې ترکیې له خپلې خاورې ۱۳۸ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.

د ترکیې حکومت په وروستیو کې د ټولو بهرنیو کډوالو په اړه چې په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته تللي، قیودات زیات کړي دي.

څو ورځې مخکې هم ترکي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد پولیسو ۵۵ افغانان چې غوښتل یې له دغه هېواده نورو هېوادونو ته ولاړ شي، نیولي دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو میاشتو کې د ترکیې دولت د غیرقانوني کډوالو په اړه سخت دریځ خپل کړی؛ امنیتي ځواکونه یې غیرقانوني کډوال نیسي او له قانوني پړاوونو تېرېدو وروسته يې خپلو هېوادونو ته استوي.

له دې مخکې د ترکیې کډوالو ادارې ویلي وو چې دغه هېواد په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۸ زره ډېر افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، له دغه هېواده ایستلي دي.

 

Views: 24