امریکا وایي، چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستو ورکونکو هېوادونو سره یوځای به په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر څخه بیاکتنه وکړو.
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شازدافیرې مېرمن کرن ډیکر دا څرګندونې د کب په ۲۱مه، پر اېکس شبکې کړې دي.
هغې زیاته کړې: “ اصلی تمرکز مو په روڼتیا او نظارت دی. “
مېرمن ډیکر ویلې، افغانې ښځې د توپیر رامینځته کوونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي.
خو دامریکا سفیرې دا نه دي ویلي چې له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو سره د مرستو دا ارزونه کله او چېرته کوي.
د یادونې وړ ده چې امریکا او نړۍواله ټولنه هره اونۍ د شاوخوا ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړې افغانستان ته د بشري مرستو په نامه رالیږي.
امریکا تېره میاشت ویلي وو، چې د اګست ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان سره د شاوخوا دوه میلیادره ۸۰۰ زرو امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.
Views: 10