Wesal News Logo

په کاناډا کې د خوږیاڼیو ټولنې د سکاربرو ښار کې د افغانستان د کورنۍ کرکټ چټک توپ اچونکی زاهد شېرزاد د لاسته‌راوړنو او د کاناډا ملي کرکټ لوبډلې ته د نوموړي د ټاکل کېدو په ویاړ نمانځغونډه وکړه.

 

په دې غونډه کې د ټولنې غړو، د کرکټ مینه‌والو او ګډونوالو د شېرزاد هڅې، وړتیا او لاسته‌راوړنې وستایلې او د هغه بریا یې د افغان ټولنې او ځوانو لوبغاړو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه وبلله.

 

زاهد شېرزاد د افغانستان د کورني کرکټ پخوانی لوبغاړی دی چې تر دې وړاندې یې په کورني کرکټ او شپیږه لیګ کې غوره او د پام وړ لوبې کړې وې.

 

نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې له ډېرو سختو لارو کاناډا ته رارسېدلی دی چې په وروستیو درېیو کلونو کې د خپلې وړتیا له مخې غوره کارکردګي کړې او د کاناډا ښه استازیتوب یې کړی دی.

 

دغه افغان ځوان اوس د کاناډا د ملي کرکټ لوبډلې د چټک توپ‌اچوونکي په توګه لوبېږي او د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته د لارموندنې په سیالیو کې د کاناډا استازیتوب کوي.

 

د شېرزاد د وینا له مخې، د کاناډا د ټیم یواځنۍ تیز بالر دی او د هغه د توپ‌اچونې سرعت تر ۱۴۵ کیلومتره په ساعت پورې رسېږي.

 

د کاناډا کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه د زاهد شېرزاد د عکسونو په خپرولو د هغه د ښه لوبېدو ستاینه کړې چې ورته د یو ورځنیو لوبو د خولۍ ورکولو تصویر هم په کې شته.

 

د کاناډا د کرکټ په فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي: «زاهد شېرزاد ته ځانګړې شېبه؛ هغه خپله د یو ورځنیو لوبو خولۍ د ایرون جانسن له لاسه ترلاسه کوي او په رسمي ډول د کاناډا په رنګونو کې خپل سفر پیلوي.»

زاهد شېرزاد د کاناډا ملي کرکټ لوبډلې ته تر ټاکل کېدو وروسته، خپله د یو ورځنیو نړیوالو لوبو خولۍ له ایرون جانسن څخه ترلاسه کوي. (کرکټ کاناډا/فېسبوک.)

که څه هم کرکټ په افغانستان کې ډېره مخینه نه لري خو افغان ځوانان په کې ښه ځلېدلي، چې دا دی د خپلې لوبډلې تر څنګ په نورو نړیوالو لوبډلو کې هم د لوبېدو چانس یې خپل کړی دی.

 

شېرزاد د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه، د اونټاریو په کینګ سیټي کې د کاناډا او نیدرلینډ ترمنځ دICC Men’s Cricket World Cup League 2 لوبې لپاره د کاناډا د ملي لوبډلې برخه و. دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د کرکټ نړیوال جام ته د لارموندنې د بهیر مهمه برخه ده.

زاهد شېرزاد د ۲۰۲۶ کال په جون کې د نیدرلینډ پر وړاندې د ICC Men’s Cricket World Cup League 2 لوبې لپاره د کاناډا په یوولس کسیزه لوبډله کې شامل شوی و. (کرکټ کاناډا/فېسبوک.)

د کریک‌انفو د ثبت شویو احصایو له مخې، زاهد شېرزاد په لنډه موده کې د کاناډا لپاره په یو ورځنیو نړیوالو، فرسټ‌کلاس، لېسټ اې او شل اوریزو لوبو کې اغېزناک توپ‌اچوونکی ثابت شوی دی. نوموړي تر اوسه په ۳ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۶، په ۶ فرسټ‌کلاس لوبو کې ۹، په ۳ لېسټ اې لوبو کې ۶ او په ۳ شل اوریزو لوبو کې ۴ وېکټې اخیستې دي.

 

شېرزاد د ۲۰۰۰ کال د اګست په ۲۸مه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د کوټي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی په ننګرهار کې له دولسم ټولګي تر فارغېدو وروسته یې د کونړ پوهنتون د اقتصاد پوهنځی لوستی دی.

 

زاهد وصال ټلوېزیون ته وویل چې له ماشومتوب یې کرکټ کاوه او د افغانستان په ټولو کورنیو لوبو کې لوبېدلی دی، ان د ملي لوبډلې تر تمریناتي کمپونو پورې تللی و، د شپږیزې، لیسټ اې او ولایتي ټولو کورنیو سیالیو کې برخه اخیستې او ښې لاس ته راوړنې یې درلودې.

 

د افغانستان د کورني کرکټ دغه پخوانی لوبغاړی د افغانستان د کرکټ بورډ له پخوانیو پرېکړو شکایت کوي او ادعا کوي چې د ده په شان ځوانانو ته د ملي لوبډلې د رسېدو مناسب چانس نه ورکول کېده. هغه وايي، د همدې ناهیلۍ له امله یې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه او له سختو لارو کاناډا ته راورسېد.

 

شېرزاد وصال ټلوېزیون ته وویل: «که چېرته یې ماته په افغانستان کې چانس راکاوه او زه په افغانستان کې پر دې پوهېدم چې ماته په ملي ټیم کې موقع راځي، نو ما بیا افغانستان نه پرېښود. زه هلته سل په سلو کې باوري شوم چې دا خلک زما وخت ضایع کوي او ماته په ملي ټیم کې چانس نه راکوي. په همدې خاطر ما افغانستان پرېښود؛ که نه، افغانستان خو ما نه پرېښود.»

 

شېرزاد، چې اوس د کاناډا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دی وايي چې په کاناډا کې د کرکټ مینه‌وال او لوبغاړي ورځ تر بلې زیاتېږي، خو د مسلکي روزنې لپاره لازم امکانات لا هم محدود دي.

 

هغه وایي: «که څوک غواړي مسلکي کرکټ کوونکی شي، یوازې په سیمه‌ییزو میدانونو باید بسنه و نه کړي. لوبغاړي اړ دي چې شخصي اکاډمیو، جیمونو او حتی د کاناډا له نورو ښارونو او بهرنیو روزنیزو مرکزونو څخه ګټه واخلي.»

 

د شېرزاد په وینا، په ځانګړي ډول د بالرانو لپاره ځانګړي تمریني مرکزونه او پرمختللې اسانتیاوې کمې دي؛ داسې ځایونه چې لوبغاړي په کې وکولای شي په دوامداره ډول خپل تخنیک، فټنس او مهارتونه لوړ کړي.

 

هغه زیاتوي چې د کاناډا اوږد او سوړ ژمی هم د کرکټ پر پرمختګ مستقیم اغېز لري. د ژمي پر مهال د بهرنیو میدانونو کارول ستونزمن، بلکې ډېری وخت ناشوني وي او لوبغاړي اړ کېږي چې نورو ښارونو ته لاړ شي، څو خپل تمرینونه دوامدار وساتي.

 

شېرزاد وایي، د کاناډا ملي لوبډلې ته د رسېدو لپاره یې درې کاله سخت کار، دوامداره تمرین او قرباني ورکړې ده. هغه مخکې په سکاربرو ښار کې اوسېده او شاوخوا دوه کاله وړاندې د ټورنټو نارت یارک سیمې ته کډه شوی دی.

 

هغه ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې هره برخه چې خوښوي، په مینه، ژمنتیا او زغم تعقیب کړي، ځکه د ده په باور بریا یوازې د استعداد په مټ نه، بلکې د دوامدارې هڅې، کورنۍ ملاتړ او مناسب چاپېریال له لارې ترلاسه کېږي.

 

زاهد شېرزاد وایي، د ده بریا د دې ثبوت دی چې په افغان او نورو کډوالو ټولنو کې استعدادونه شته، خو دغه استعدادونه هغه وخت تر ملي او نړیوالې کچې رسېدای شي چې مناسب ملاتړ، اسانتیاوې او روزنیز چاپېریال ورته برابر شي.

 

هغه زیاتوي: «ځوانان باید خپلې موخې په مینه او حوصله تعقیب کړي، خو د هغوی د پرمختګ لپاره د کورنۍ، ټولنې او حکومت ملاتړ ډېر مهم دی.»

Views: 10