د خېبر دره، د مغلو یرغل او د دریا خان اپریدي پاڅون

دسمبر 12, 2025

په دې خپرونه کې د دریا خان اپریدی ژوند، مبارزه او هغه مهم رول بیان شوی چې د مغلو پر ضد د افغان قبایلو په پاڅون کې یې درلود.

دریا خان د اپریدو له ټبره یو زړور مشر و، چې د ایمل خان مومند ترڅنګ د خېبر په درو کې د مغلو پوځونو د ځپلو لپاره یې کلکه مبارزه وکړه.

په خپرونه کې د خیبر د جګړې یادونه هم شوې چې دریا خان او ایمل خان د قبایلي لښکرو مشري کړې وه او د هغه د زړورتیا، چټکو پرېکړو او د جګړې سیمې ښه پېژندلو له امله یې افغان قبایلو ته یې بریا په نصیب کړې وه.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!

Views: 2