له پاکستان سره د ترانزیت جګړه؛ افغانستان ولې سوداګري بنده کړه او پایلې به یې څه وي؟

نوومبر 14, 2025

افغانستان په لومړي ځل له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندولو پرېکړه وکړه. دا پرېکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې اسلام‌اباد په پرله‌پسې توګه لارې بندې کړې او د افغانستان پر ترانزیټ او تجارت یې محدودیتونه ‌ډېر کړل. طالبان وايي افغان سوداګر دې هڅه وکړي چې د هېواد اړتیاوې له بدیلو لارو او بازارونو پوره کړي.

تازه شمېرې ښيي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کلنی دوه اړخیز تجارت نږدې ۲ تر ۲.۵ میلیارده ډالرو ته رسېده او د ترانزیټ کچه له ۵ میلیارده ډالرو هم اوښته.

شنونکي وايي پاکستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان پر وړاندې تجارت او ترانزیټ د فشار د وسیلې په توګه کاراوه، خو کابل د همدې فشار د کمولو لپاره اوس دغه سخته پرېکړه اعلان کړه.

د موضوع د لا روښانتیا لپاره مو د اقتصادي چارو له شنونکي او د جمهوري نظام د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال اصف ننګ سره مفصله مرکه کړې ده، ستاسو پام ور ته را اړوو.

Views: 3