سمندري شاهین؛ د ټورنټو د کثافاتو یوازینی ساتونکی

اکتوبر 11, 2025

د کاناډا د ټورنټو ښار هر کال سلګونه زره ټُنه کثافات د ښار له مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې، د «ګرین لېن» په نوم زباله‌دان ته لېږي. د ښار چارواکي وايي، دا ځای په چټکۍ سره د ډک کېدو په حال کې دی.

د کثافاتو دا لوی انبار ګڼ شمېر مرغان او مُردار خوړونکو کوترې ځان ته راجلبوي. دا مرغان له کثافاتو خوراک کوي، ناروغه کېږي او بیا د سیمې خلکو ته میکروبونه او ناروغۍ لېږدوي.

د دې ستونزې د مخنیوي لپاره، د ټورنټو ښاروالۍ له کلونو راهیسې له ښکارکوونکو مرغانو کار اخلي. یو سمندري شاهین دلته هره ورځ څو ځله الوزول کېږي څو نور مرغان له زباله‌دانه وشړي.

دغه ښاهین ښکار نه کوي، یوازې د هغه الوتنه کافي ده چې نور مرغان ووېرېږي او د زباله‌دان له سیمې لرې شي، په حقیقت کې، دا شاهین د ټورنټو د زباله‌دان یوازینی «ژوندی ساتونکی» دی چې د ښار د پاکوالي او نظم ساتنه کوي.

#تورنتو #شاهین_دریایی #زباله #محیط_زیست #حفاظت_طبیعت #کانادا #مرغ_دریایی #مدیریت_زباله #ټورنټو #باز #کثافات #چاپیریال #پاکوالی #کاناډا #مرغان #ښاروالۍ

Views: 5