په ټورنټو کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریون

اپریل 22, 2025

په کاناډا کې د ټورنټو مېشتو افغانانو د یو سوله‌يیز لاریون له لارې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې پر ضد خپل غږ پورته کړ.

دا لاریون، چې د بېلابېلو افغانو ټولنو، مدني فعالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د کاناډا څانګې د غړو په ګډون ترسره شو، د بشري حقونو له نړیوالو اصولو څخه د سرغړونې پر وړاندې یو اعتراضي حرکت و.

لاریونوالو له نړیوالو بشري حقونو سازمانونو، د ملګرو ملتونو ادارو او نورو نړیوالو ټولنو غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې دا ناقانونه بهیر ودروي، وغندي او د زرګونو بې‌وسو افغانانو غږ ته غوږ ونیسي.

دوی ټینګار وکړ چې دا ډول اقدامات نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د هغو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي، چې له جګړو، تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ څخه د خلاصون لپاره پاکستان ته پناه وړې وه.

په ورته مهال، د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د کاناډا څانګې استازو د پاکستاني ریاست له خوا پر پښتنو د ظلمونو، جبري تری تم کولو او ناقانونه بندي کولو پر ضد هم خپل غږ پورته کړ. لاریونوالو د پښتون ملتپالو مشرتابه د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه وکړه او په ځانګړي ډول یې د علي وزیر، حاجي صمد او ملک نصیر نومونه یاد کړل.

د لاریون بشپړ ویډیويي جزیات د وصال تلویزیون پر یوتیوب چینل لیدلی شئ.

Views: 2