ټورنټو کې د ایران سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د برید غبرګون کې لاریون وشو 

اکتوبر 20, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو افغانانو او د پښتون‌ژغورنې غورځنګ غړو د ایران سرحدي ځواکونو له لوري د لسګونه افغان کډوالو وژل کېدو ‎او په پښتونخوا کې له پښتنو سره د پاکستان د روانو ظلمونو غبرګون کې لاریون وکړ.

څو ورځې مخکې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو دغه هېواد ته پر اوښتونکو ‎افغان کډوالو ډزې کړې چې د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۶۰ کسان وژل شوي دي‎.

د دې پېښې او پښتونخوا کې له پښتنو سره د پاکستاني حکومت ظلمونو غبرګون کې پرون لسګونو افغانانو د کاناډا ټورنټو ښار کې لاریون وکړ او د ایران پر ضد یې شعارونه ورکړل.

هغوی ‎له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو و‎غوښتل‎ څو د دغو ناوړه کړنو پر وړاندې اقدام وکړي او ایران د دغه وحشیانه برید ځواب ویلو ته اړ کړي.

دغه راز لاریون‌کوونکو په پښتونخوا کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري له بشري حقونو پرله‌پسې سرغړونې او پر پښتنو د ظلمونو دوام هم وغانده.

ګډونوالو له نړۍوال سازمانونو وغوښتل څو په پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي او د افغانانو او پښتنو پر وړاندې ترسره شوي ظلمونه جدي وڅېړي.

دغه راز، لاریون‌والو د پښتنو قومي عدالت جرګې له وروستۍ پرېکړو ملاتړ وښود او ټینګار یې وکړ چې افغانان د خپلو حقونو خونديتوب‎ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.‎

هغوی دغه راز په ټینګار سره له اړوندو بنسټونو وغوښتل څو په دې برخو کې لاس په کار شي.

Views: 12