ټورنټو کې افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې بریا په شور او ولولو ونمانځله

جون 26, 2024

د کاناډا ټورنټو ښار کې هم ګڼو افغانانو د نړۍوال شل‌اوریز جام نیمه پایلوبې ته د افغانستان ملي لوبډلې د وتلو او د بنګله‌دېش پر وړاندې د بریا په خوشحالۍ کې جشن جوړ کړ.

په یاد جشن کې چې د افغان پیوستون ټولنې په نوښت جوړ شوی و، افغانانو په خورا شور او ولولو اتڼوڼه وکړل او د کرکټ ملي لوبډلې د بریا په ویاړ یې کېک هم پرې کړ.

د دغه جشن ګډونوالو د افغانستان ملي بیرغ لاسونو کې نیولی و او د خپلې لوبډلې د بریا په ویاړ یې د خوښۍ نارې وهلې.

د نمانځنې یادو مراسمو بشپړ جریان د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلی شئ.

Views: 15