کاناډا پارلمان ته د پنځو افغان نوماندانو سیالي؛ سبا د برخلیک ټاکلو ورځ ده!

اپریل 28, 2025

سبا، د ۲۰۲۵ د اپرېل ۲۸مه، د کاناډا فدرالي ټاکنې ترسره کېږي! دا ځل پنځه تنه افغان‌الاصله کاناډایان د پارلمان څوکیو ته نوماند دي – دا یوازې د هغوی شخصي سفر نه دی، بلکې د زرګونو افغان‌کاناډایانو غږ، هویت او د ګډون نوی پړاو دی.

دا ویډیو راپور وګورئ او خپل نوماندان وپېژنئ.

هره رایه د یوه نسل برخلیک ټاکي – راشئ، رایه ورکړئ او خپله راتلونکی خپله جوړ کړئ!

دا یوازې د پنځو نوماندانو کیسه نه ده… دا د زرګونو افغانانو د برخلیک غږ دی چې وایي: موږ هم دلته یو!

روښان سرور، ټاکنیزه حوزه: سسکاچوان (Saskatoon Southګوند: لیبرال

ملالۍ حلیمي، ټاکنیزه حوزه: ډفرین کالېډون (Dufferin–Caledon)، انټاریو، ګوند: لیبرال

نسیمه نستوه، ټاکنیزه حوزه: لانګلي ټاون‌شېپ – فریزر هایټس (Langley Township–Fraser Heights)، برېټېش کولمبیا، ګوند: لیبرال

حنا مسجدي، ټاکانیزه حوزه: د اوټاوا سوېل (Ottawa South)، انټاریو، ګوند: نوی ډيموکرات (NDP)

علي بهمن، ټاکنیزه حوزه: وان ـ ووډبریج (Vaughan—Woodbridge) انټاریو، ګوند: نوی ډيموکرات (NDP)

Views: 11