د پیوستون ټولنې لخوا نوو راغلو افغانانو ته د ښه راغلاست پروګرام

سپتمبر 16, 2023

د پیوستون ټولنې د سپټمبر میاشتې په ۱٦ نیټه کاناډا ته د نوو راغلو هېوادوالو د هرکلي په موخه يوه شانداره غونډه جوړه کړي وه.

په غونډه کې د ويناوو ترڅنګ تفريحي او تمثيلي پارچې نندارې ته وړاندې شوې او دغه راز ځوان او خوږ ژبی سندرغاړی ایمل ذاخیل په مستو او وطني سندرو پروګرام رنګین کړ.

 

 

Views: 39