مستند: د لر او بر افغان ولس د ویښتابه او لوی افغانستان لپاره د ګیله‌من وزیر هڅې او مبارزه

اگست 12, 2024

ګیله‌من وزیر څوک و، څه یې ویل او څه یې غوښتل؟ دغه مستند د لر او بر افغان ولس د ویښتابه د سرلاري، د لوی افغانستان د ارمانجن او د غیرت د څلي ګیله‌من وزیر د ژوند، مبارزې او قربانیو په اړه دی چې په اسلام‌اباد کې د مېرڅمنو له تېغه تېر او تر مرګي رسېږي.

د ګیله‌من شاعري د یوې لویې مبارزې، د افغان قام د بیدارۍ، خپلواکۍ او په دې لاره کې د قربانیو بیانوونکې ده او په اورېدو سره یې په زړونو کې د حماسو، انقلاب او ازادۍ ولولې راپارېږي.

دا چې له خپل قام سره یې بې درېغه مینه وه، ملي درې رنګه بیرغ پرې ګران و، پر خپله خاوره یې خپل اختیار غوښت او د خپل ولس د مظلومیت چیغه یې پورته کوله، دا ټول هغه څه وو چې ګیله‌من د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړ او په شهادت یې هر افغان ودردېد.

په دغه مستند کې به د هغه د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د نوموړي د مبارزې له کیسو او قربانیو خبر شئ.

دغه مستند نه یوازې د ګیله‌من یاد ته درناوی دی، بلکې د هغه د مبارزې تسلسل هم دی چې نن ورځ د پښتونخوا په هر ګوټ کې خلک د هغه پر پله روان دي.

Views: 11