د وطن خاطرې؛ په کاناډا کې د افغانانو تاریخ

نوومبر 22, 2025

د وصال تلویزیون د وطن خاطرې خپرونې ځانګړی مېلمه ښاغلی امان‌الله علومي دی؛ هغه افغان چې نږدې ۴۲ کاله وړاندې کاناډا ته مهاجر شوی او د افغان مهاجرت د بیلابیلو څپو ژوندی شاهد پاتې شوی دی.

په دې مرکه کې مو له علومي سره د هغه د ځوانۍ د خوږو او ترخو خاطرو یادونه کړی، هغه وختونه چې جګړو، بې‌کوره کېدو، مهاجرت او د نوې ټولنې د شرایطو سره د عیارېدو ستونزې او تجربې په کې خوندي دي.

سربېره پردې، له نوموړي سره مو په تفصیل خبرې کړي چې افغانان په کومو مرحلو او کومو شرایطو کې کاناډا ته رارسېدل، د هغه وخت ټولنیز وضعیت څنګه و، د مېشتېدو لومړنۍ شېبې یې څه ډول تېرې شوې او د افغان ټولنې لومړنی جوړښت په کاناډا کې څنګه رامنځته شو.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!

#وطن_خاطرې#خاطرات_وطن #د_افغانانو_تاریخ #افغان #کاناډا#افغان_دیاسپورا #د_مهاجرت_کیسې #افغانستان

Views: 2