په هالنډ کې د مولانا خانزېب او مطییع الله تراب فاتحه واخیستل شوه

جولای 21, 2025

د یو شمېر هالنډ مېشتو افغانانو له لوري په دغه هېواد کې د کوزې پښتونخوا دیني عالم او مبارز شخصیت مولانا خانزېب او همدا شان د هېواد وتلي ولسي شاعر مطیع الله تراب فاتحه واخیستل شوه.

د فاتحې مراسم د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره شول په پیل کې د قرانکریم ختم ترسره شو او د ددواړو روحونو ته دوعا تر سره شوه، ورپسې یو شمیر مشرانو خبرې وکړی ویناوالو د مولانا خانزېب پر مبارزه او د مطیع الله تراب پر حماسي شاعرۍ خبرې وکړې، او د دواړو نه شتون یې د کوز او بر افغان وطن لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

مولانا خانزېب تېره اوونۍ په کوزه پښتونخوا کې داسې مهال د نامالومو وسلوالو له لوري په شهادت ورسېد چې د امن احتجاج لپاره یې په جوماتونو او بازارونو کې کمپاین کاوه.

بل لور ته د هېواد وتلی ولسي او حماسي شاعر د زړه حملې له امله په ناڅاپي ډول د خوست ولایت په یوه روغتون کې ساه ورکړه چې مړينې یې د افغانانو او په ځانګړي ډول د تراب د شعر مینوالو زړونه ودردول.

Views: 2