د انسان ستړی خو ځلانده سفر

جنوري 15, 2025

کاناډا – افغانستان بنسټ (Canada – Afghanistan Foundation- CAF)  او وصال ټلوېزیون د ځوان او روڼ انده افغان نسل سره د افغانستان او نړۍ د مهمو علمي موضوعاتو او معلوماتو شریکولو علمي سیمینارونه جوړوي.

د بشري نسل پېدایښت او د افرادو او ټولنو ارتقایي سیر (د انسان ستړی خو ځلانده سفر) تر عنوان لاندې لومړی علمي سیمینار د پوهنې وزارت پخواني معین او سرپرست ډاکتر محمد ابراهیم شینواري  وړاندې کړ، چې د ګډونوالو په تبصرو او پوښتنو تکمیل شو.

د دې سیمینارونو په لومړۍ دوره کې د افغانستان په تاریخ او فرهنګ، او همدا راز د مسلکي او کاري انکشاف په برخو تمرکز کېږي. وروسته به نورو مهمو ټولنیزو، علمي، انکشافي او معلوماتي برخو ته توجه وشي.

 

 

Views: 3