کاناډا – افغانستان بنسټ (Canada – Afghanistan Foundation- CAF) او وصال ټلوېزیون د ځوان او روڼ انده افغان نسل سره د افغانستان او نړۍ د مهمو علمي موضوعاتو او معلوماتو شریکولو علمي سیمینارونه جوړوي.
د بشري نسل پېدایښت او د افرادو او ټولنو ارتقایي سیر (د انسان ستړی خو ځلانده سفر) تر عنوان لاندې لومړی علمي سیمینار د پوهنې وزارت پخواني معین او سرپرست ډاکتر محمد ابراهیم شینواري وړاندې کړ، چې د ګډونوالو په تبصرو او پوښتنو تکمیل شو.
د دې سیمینارونو په لومړۍ دوره کې د افغانستان په تاریخ او فرهنګ، او همدا راز د مسلکي او کاري انکشاف په برخو تمرکز کېږي. وروسته به نورو مهمو ټولنیزو، علمي، انکشافي او معلوماتي برخو ته توجه وشي.
Views: 3