نړۍ د وصال له کړکۍ؛ کلوزیم– د لرغوني روم یوه بې ساري کیسه

نوومبر 30, 2024

کلوزیم چې د لرغوني روم یوه ویاړمنه نښه او د بشري تاریخ ترټولو حیرانوونکو معماري کارونو او هنرونو یوه جلا بېلګه ده.

کلوزیم په ۷۰-۸۰ میلادي کلونو کې د فلاوین کورنۍ د واکمنۍ پر مهال جوړ شو او د رومي خلکو لپاره د ډالۍ په توګه ورکول شو. د کلوزیم اوږدوالی ۱۸۹ متره، پلنوالی ۱۵۶ متره، او لوړوالی ۵۰ متره دی، او په یوه وخت کې د ۵۰,۰۰۰ څخه زیات نندارچیان ځای پر ځای په کي ځاییدلی شي. د دې قوسونو، طاقونو او د ځمکې لاندې خونو پېچلی او جالب جوړښت د لرغوني روم د انجینرۍ د نوښت او هنریت یو څرګند مثال دی.

په دې خپرونه کې به موږ تاسې ته د کلوزیم د دیوالونو دننه د زړه راښکونکو، خو خونړیو نندارو کیسې واورو—د ګلادیاتور جګړې، د وحشي حیواناتو ښکار او حتی د سمندري جګړو ډراماتیک تمثیل په اړه مالومات درکړو. دا نندارې یوازې د ساتیرۍ لپاره نه وې؛ بلکې د رومي امپراتورۍ د ځواک او واکمنۍ د څرګندونې وسیلې وې، چې د خلکو زړونه او فکرونه پرې اغېزمن کړل.

موږ د کلوزیم هغه جالبي او تر ځمکي لاندي خونو په اړه هم غږیږو، کوم چې د پټو رازونو څخه ډکي دي.

په دغه کي یوه پېچلې شبکه د تونلونو او خونو څخه جوړه وه، چې ګلادیاتوران او حیوانات ډګر ته رسوي.

نن ورځ، کلوزیم د مقاومت او د روم د ویاړ یو سمبول دی، چې هر کال ملیونونه لیدونکي د دې تاریخي اهمیت د درک لپاره راجلبوي او په لیدو یې د تېر شوي تاریخ خوندوري او خونړۍ پیښې تصور کوي.

Views: 4