په ټورنټو کې د “اوښکو لمبې” تر نامه لاندې کتاب د مخکتنې غونډه وشوه

اگست 14, 2024

د شعر او شاعرۍ دا کتاب چې میرمن ضیا کاکړ لیکلی، په ټورنټو کې یې د مخکتنې غونډه وشوه.

د دې کتاب د مخکتنې دې غونډې ته ګڼ شمېر افغان لیکوالان، سندرغاړي او فرهنګي څېرې له اروپایې هېوادونو او امریکا متحده ایالاتو څخه را غلي وو، په لمړیو کې ویناوي ترسره شوي.

د وینا په برخه کې افغان لیکوال، څېړونکي او تاریخپوه شهسوار سنګروال د تاریخ په اوږدو کې په ادب، لیکوالي، کلتوري برخه او سیاسي مبارزو کې د افغان مېرمنو په اغېزمن حضور باندي ارزښتناکې خبري وکړي.

Views: 9