د برلېن دېوال: د وېش او يووالي کيسه

نوومبر 10, 2024

د برلین دېوال د لوېدیځې نړۍ یو له هغو تاریخي موضوعاتو څخه دی، چې شهرت یې په سیاست، تاریخ او سیاحت کې ان تر افغانستانه رسېدلی دی. د برلین دېوال هغه موضوع ده، چې په مختلفو وختونو کې ورباندې خبرې شوې دي، سیاسي بحثونه او تاریخي څېړنې ورباندې شوې دي او د نړۍ خلک د دغه دېوال د اهمیت او تاریخ په اړه خبرې کوي. کله ناکله ښایي فکر وشي، چې دا به د چین د لوی دېوال په څېر یو ستر دېوال وي؛ خو برلین دېوال بېل دی. د دغه دېوال تاریخ، د جوړېدو لامل او د اغېز بڼه یې په بشپړه توګه متفاوت دي.

په دې خپرونه کې به تاسو د برلېن دېوال په اړه له جوړېدو او بنسټ کېښودلو نه نیولې، تر کارونې، تخریب او پر خلکو باندې د هغه تر اغېز پورې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ. دا یوه لویه او جالبه کیسه ده، یوه کیسه چې مختلف اړخونه لري او د دېوال د وخت او پېښو یوه ټولګه وړاندې کوي.

که تاسو د برلین دېوال په اړه پوهېدلو ته تلوسه لرئ، یا غواړئ د دغه ښکلي تاریخي ځای په اړه ډېر څه زده کړئ، یا غواړئ د هغو پېښو په اړه پوه شئ، چې په د برلېن دېوال پورې تړاو لري، یا هم هیله لرئ، چې د افغانانو په دوه‌یم کور، یعنې جرمني کې د برلین دېوال لیدنه وکړئ؛ نو زموږ خپرونه خامخا وګورئ.

په دغه خپرونه کې به د دېوال تاریخي ارزښت، جوړښت، فعالیت، له وخت سره یې راپرځېدل او د هغه اغیز په هر اړخیز ډول تشریح شي. که تاسو د برلین دېوال لیدو اراده لرئ، زموږ برنامه به له تاسو سره مرسته وکړي، چې د برلین په دغه ځانګړې سیمه کې تاسو ته د سیاحت په زړه پورې ځایونه دروښيي. که غواړئ د دغه دېوال تاریخي او سیاحتي ښکلاوې وګورئ؛ نو اړتیا نه‌شته چې جرمني ته د سفر وېزه ترلاسه کړئ. موږ تاسو ته د برلېن دېوال ټولې ښکلاوې او جزیات وړاندې کوو.

نو دا خپرونه وګورئ او د برلین دېوال په اړه له حیرانوونکو معلوماتو څخه خوند واخلئ.

Views: 141