غاټول فرهنګي خپرونه – له شعره تر انځورګرۍ: د استاد ومان نیازی هنري سفر

اگست 27, 2025

په نننۍ “غاټول فرهنګي خپرونه” کې به د وصال ټلوېزیون درانه لیدونکي د شعر، لیکوالۍ او انځورګرۍ له نړۍ سره یوځای سفر وکړي. زموږ د نن ورځې ځانګړی مېلمه د هنر او ادب وتلی شخصیت، استاد ومان نیازی دی.

استاد نیازی نه یوازې یو پیاوړی شاعر او تکړه انځورګر دی، بلکې د خبریالۍ په ډګر کې یې هم کلونه کار کړی او د خپلې مسلکي تجربې له امله ځانګړې او په زړه پورې کیسې له ځان سره لري.

په دې خپرونه کې ورسره د ده د هنري او ادبي فعالیتونو په اړه خوږې او صمیمي خبرې کړې دي. سربېره پر دې، استاد ومان نیازی د خپرونې پر مهال په خپلو ښکلو او اغېزمنو شعرونو سره فضا لا نوره خوږه کړې ده.

تاسو کولای شئ دا بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون د یوتیوب چینل له لارې وګورئ.

Views: 5