افغان کاناډايي ټولنې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالېزه ونمانځله

اگست 20, 2023

نن شنبې د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالېزه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

دغو مراسمو چې ګڼ شمېر افغانانو ګډون په کې کړی و، د ویناوو، مشاعرې او موسیقۍ برخې درلودې؛ ویناوالو د خپلواکۍ او ازادۍ پر ارزښت او شالید خبرې وکړې، دغه راز شعرونه وویل شول او سندرغاړو د هېواد د خپلواکۍ په ویاړ حماسي سندرې وویلې او په پای کې ګډونوالو د ملي اتڼ په کولو او درې رنګه ملي بیرغ په رپولو سره د خوښۍ اظهار وکړ.

دغه راز افغان کاناډايي ټولنې په ټورنټو ښار کې د مېشتو افغان سوداګرو په مالي مرسته د مراسمو ګډونوالو لپاره ډوډۍ هم چمتو کړې وه.

د یادونې ده، د زمري ۲۸مه نېټه له انګرېزي ښکېلاکه د غازي امان‌الله خان تر قیادت لاندې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ۱۰۴مې کالیزې سره برابره ده. که څه هم تېر دوه کاله د دې ورځې نمانځنه په هېواد کې دننه کمرنګه وه خو په ټولنیزو رسنیو او بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغانانو په شور ونمانځله.

Views: 22