د شهید ارمان لوڼي شپږم تلین د کاناډا په ټورنټو ښار کې ونمانځل شو

فبروري 4, 2025

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) کاناډا څانګې په نوښت د شهید ارمان لوڼي شپږم تلین د کاناډا په ټورنټو ښار کې ونمانځل شو.

په دې غونډه کې د کاناډا مېشتو افغانانو، سیاسي فعالانو او ټورنټو میشتو افغان ټولنو مشرانو ګډون درلود.

ویناوالو د ارمان لوڼي د مبارزې ستاینه وکړه او هغه یې د پښتنو د حقونو لپاره یو نه ستړی کېدونکی مبارز وباله.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د پښتنو د سیاسي، ټولنیزو، او کلتوري حقونو د خوندي کولو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

غونډه د شهید ارمان لوڼي د مبارزې د یاد ساتلو او د پښتنو د اتحاد پر اهمیت متمرکزه وه.

د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه به په دوامداره توګه ژوندۍ وساتي.

بشپړ راپور د وصال تلویزیون له یوتیوب چینل کتلی شئ.

Views: 8