د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالېزه؛ د خپلواکۍ ارزښت او د جمهوریت تېره شل کلنه دوره

اگست 22, 2023

افغان کاناډايي ټولنې د کاناډا په ټورنټو ښار کې د خپلواکۍ او ازادۍ پر ارزښت او شالید او دغه راز د جمهوریت پر تېره شله کلنه دوره بحث جوړ کړی و.

په دغه بحث کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې د افغانستان مخکنۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل، د ولسي جرګې پخوانی مرستیال محمدنذیر احمدزي، د دې جرګي پخواني منشي عرفان‌الله عرفان، د دفاع وزارت پخواني ویاند روح‌الله احمدزي او د افغان کاناډايي ټولنې غړو جنرال ظاهر وردګ او مسکا ترین برخه اخیستې وه.

تېره شنبې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالیزه وه چې د کاناډا په ټورنټو ښار کې د مېشتو افغانانو له خوا د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

Views: 54