کلیوال؛ هغه فکري انجنیر او شاعر چې له خپل وطن سره یې بې‌سارې مېنه وه

مارچ 29, 2025

دغه مستند د انجنیر سلطان‌جان «کلیوال» د ژوند، شخصیت، فرهنګي او علمي میراث یو ژور او تفصیلي انځور وړاندې کوي. نوموړی نه یوازې یو مسلکي جیولوجیست، بلکې د ادب، فکر او قلم یو نه ستړی‌کېدونکی خدمت‌ګار هم و؛ خو له بده مرغه چې ۵ ورځې مخکې له خپل پلرني کلي زرګونه کیلومتره لرې په کاناډا کې ومړ او همدلته خاورو ته وسپارل شو.

په دغه مستند کې د «کلیوال» ادبي سفر او فعالیتونو او د هغه چاپ او ناچاپو اثارو ته کتنه شوې ده او ترڅنګ یې د هغه له مسلکي تجربو، ژباړو، څېړنو او ادبي فعالیتونو نیولې بیا د هغه د ژوند تر بېلابېلو اړخونو پورې یو بشپړ انځور وړاندې کړی دی.

سلطان‌جان «کلیوال» د خپل ژوند ډېره برخه د وطن د ابادۍ، د افغاني فرهنګ ژوندي ساتلو او په صداقت قلم چلولو ته وقف کړې وه.

دغه راز د کډوالۍ ژوند، له وطن سره بې‌سارې مېنه او د افغاني فرهنګ پر وړاندې ژمنتیا د دغه مستند یوه بله مهمه برخه جوړوي.

په مستند کې د هغه د ناروغۍ وروستۍ شېبې، د جنازې مراسم او د هغو فرهنګپالو، دوستانو او همکارانو څرګندونې چې د هغه پر شخصیت او فرهنګي خدمتونو یې کړې، هم را اخیستل شوي دي.

کلیوال یو داسې نوم و چې د ادب اسمان ته یې رڼا ورکړه؛ که څه هم جسماً له موږ څخه ولاړ، خو فکر، قلم او فرهنګي میراث یې د تل لپاره ژوندی پاتې شو.

دغه مستند چې د ادب، فکر او ژمنتیا یوه درنه کیسه ده، د وصال ټلوېزیون له یوټیوب چینل څخه یې وګورئ!

Views: 7