د ټورنټو سوداګریز کنفرانس کې د افغان سوداګرو د بریا کیسې

سپتمبر 18, 2025

وصال ټلویزیون د «کاروبار» په ځانګړې خپرونه کې د ۲۰۲۵ کال د سوداګرۍ له کنفرانس څخه ځانګړی راپور وړاندې کوي. دغه کنفرانس د کاناډا ـ افغانستان د سوداګرۍ شورا (CABC) په کوربتوب د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره شو.

په دې ناسته کې افغان سوداګرو او نورو ګډونوالو د سوداګرۍ د ودې، ګډو همکاریو، نوو اقتصادي فرصتونو او د افغان ټولنې د راتلونکي اقتصادي لید په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

په خپرونه کې د ګډونوالو او افغان سوداګرو ځانګړې مرکې هم خپرې شوې دي، چې په کې هغوی د خپلو سوداګریزو تجربو، بریاوو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کوي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلویزیون په یوټیوب چینل کې وګورئ.

Views: 105