په کاناډا کې د افغانانو اختر جشن | د هګیو جنګ، خاطرې، لنډۍ او اتڼونه

مارچ 31, 2025

په دې ځانګړې خپرونه “اختریزه ډالۍ” کې، د ټورنټو مېشتو افغانانو له‌خوا د کوچني اختر د نمانځنې خوښۍ نندارې ته وړاندې کېږي.

د کوچني اختر په مناسبت، دا مراسم د سبحان اسلامي ټولنې په نوښت او د پیوستون ټولنې په همکارۍ تنظیم شوي، چې موخه‌یې د اختر په خوږه ورځ د افغانانو د یووالي، کلتوري ارزښتونو او ملي هویت ژوندی ساتل دي.

د وصال ټلوېزیون خبریال عبدالباسط کړوخېل له ګډونوالو سره طبعي او ناڅاپي مرکې کړي، چې په کې د اختر مبارکۍ، وطن ته دعاوې، شعرونه، لنډۍ او د کډوال ژوند احساسات را نغښتي دي.

په دې خپرونه کې د اختر د لمانځه فضا، د ماشومانو خوښۍ، دودیز اتڼونه، او د یادونو ښکلي شېبې هم نندارې ته وړاندې کېږي.

دا اختریزه ډالۍ له وصال ټلوېزیون سره یوځای وګورئ.

اختر مو مبارک، ژوند مو خوښ، زړونه مو یو!

Views: 7