د مقاومت پر جبهې د قاري عیسی محمدي توندې نیوکې

دسمبر 4, 2024

د «ثبات» خپرونه کې مو دا ځل قاري محمدعیسی محمدي مېلمه دی، محمدي په رسنیو، په ځانګړې توګه خواله رسنیو کې د یوه سیاسي فعال په توګه شهرت موندلی او په دې وروستیو کې یې پر مقاومت جبهې د نیوکو یو غږیز کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

هغه په افغانستان کې د ډېرو نورو سیاستوالو په څېر وخت ته په کتو اړخونه بدل رابدل کړي او رسنیزې مرکې یې تر ډېره له جنجالونو ډکې دي؛ له همدې امله یې د ځان ګڼ مینه‌وال او مخالفین پیدا کړي دي.

په دې مرکه کې مو له نوموړي سره له مقاومت جبهې سره د ده د اړیکو، د دې جبهې په تړاو د دریځ، د وروستیو موقفونو او د ده د سیاسي منډو ترړو په اړه بحث کړی او پوښتلی مو دی چې ولې پر یوې جنجالي څېرې بدل شوی دی؟

Views: 6