«د وطن خاطرې»؛ د ښځو د حقونو فعالې بشرا خان هڅې او مبارزه

مارچ 7, 2025

د وصال ټلوېزیون «د وطن خاطرې» خپرونه کې مو دا ځل د ښځو د حقونو فعاله بشرا خان مېلمنه ده. بشرا خان چې د پښتونخوا د سوات اوسېدونکې ده او اوسمهال په کاناډا کې د یوې استادې په توګه دنده ترسره کوي، په خپل ژوند کې له ډېرو کړاوونو او سختیو سره مخ شوې ده.

دغه‌راز بشرا خان درې کاله د پښتون کونسل کاناډا (Pashtun Council Canada) جنرال سکرتره پاتي شوې ده او اوس یې مشري په غاړه لري. نوموړې د پاکستان حکومت له لوري پر پښتنو او بلوڅانو روان ظلمونه غندي، د دوی د حقونو لپاره غونډې او لاریونونه تنظیموي او د نجونو د زده‌کړو لپاره خپل غږ اوچتوي.

په دې خپرونه کې مو په وطن کې د بشرا خان د ژوند خاطرو، کاناډا کې د ژوند له سختیو سره دهغې د مبارزې او د ښځو حقونو په اړه له نوموړې سره مفصلې خبرې کړي دي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلای شئ.

Views: 5