افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره د پاکستان پر وړاندې د ستراتیژیک عمق پالیسي جوړولو اړتیا

جنوري 14, 2025

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدې دښمنۍ او تربګنۍ او د کابل پر وړاندې د اسلام‌اباد د ستراتیژیک عمق پالیسۍ ته په کتو یوه سیاسي شنونکي سید محمد اعظم د طالبانو واکمن حکومت ته په یوه اوږده لیکنه کې وړاندیز کړی چې د پاکستان پر وړاندې د ستراتیژیک عمق پالیسي جوړه او عملي کړي.

اعظم لیکلي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې په بالقوه توګه دا توانایي شته چې پاکستان ته هغسې ستونزې او چلنجونه جوړ کړي چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د دغه هېواد له جوړېدو وروسته هيڅکله ورسره مخ شوی نه دی.

د هغه په وړاندیز کې پر درېیو انتخابونو بحث شوی او غوښتنه شوې چې کابل باید له خپل نرم ځواک (سافټ پاور) یا له جهادي ډلو سره د ژورو اړیکو له لارې په ګټې اخیستو د کشمیر جهادي ډلو، پاکستاني طالبانو او بلوچستان کې ازادي‌غوښتونکو غورځنګونو ته په افغانستان کې سیاسي دفترونه پرانیزي او زیاته کړې یې ده چې طالبان دې د پاکستان د ستونزو په حل کې د مرستې له لارې د افغانستان دایمي ثبات خوندي کړي.

دا چې ایا افغانستان اوس د دې توان لري یا دغه ډول یو نوښت به د طالبانو پر ضد نوره نړۍ د پاکستان ملګرې نه کړي او یا د کشمیر ستونزه ولې له افغانستان سره وتړل شي؟ د همدې موضوع او اړوند نورو مسایلو په اړه مو له سیاسي شنونکي سید محمد اعظم سره مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.

Views: 20