د پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون د نمانځغونډې ویناوې او اختریز ماښام

جون 15, 2025

د کاناډا په میسيساګا ښار کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز له خوا، د لیکوال او شاعر پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون د علمي او فرهنګي شخصیت د درناوي او ستاینې په مناسبت علمي او ادبي غونډه او اختریز ماښام ترسره شو.

په دې نمانځغونډه کې د پوهاند ازمون پر علمي، ادبي او فرهنګي هڅو رڼا واچول شوه او د هغه د بې‌سارې، مخلصانه او مثالي علمي خدمتونو په قدردانۍ سره، د ۲۰۲۵ کال علمي جایزه هم نوموړي ته ورکړل شوه.

پوهاند ازمون تر اوسه ۱۴۰ چاپ شوي اثار لري او ۳۵ نور ناچاپ اثار یې هم تیار دي، چې د پښتو ژبې او افغان فرهنګ په بډاینه کې مهم ځای لري.

په دغه نمانځغونډه کې ګڼو لیکوالانو، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و او د پوهاند ازمون پر ژوند، خدماتونو او علمي میراث خبرې وشوې.

همداراز، د شاعر دُرمحمد افغانیار د نوې شعري ټولګې «په شملو اور پورې شو» د چاپ نمانځنه هم وشوه، چې د غونډې بل ادبي رنګ و.

د غونډې بشپړ ویډیو د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلای شئ!

Views: 16