د بانکي سود یا Mortgage له لارې د کور اخیستو په اړه شرعي بحث

اپریل 26, 2024

په کاناډا، امریکا او نورې غربي نړۍ کې ډېری خلک کورونه او املاک د بانکي سود یا Mortgage معاملي له لارې اخلي چې د دې معاملي په اړه دیني عالمان خپلو کې اختلافات لري. ځینې یۍ سود بولي او د حرام والي حکم یې کوي، خو ډېری بیا پر دې باور دي چې د اړتیا پر مهال د کورنۍ سرپناه برابرولو لپاره جواز لري، د دې ترڅنګ ځینو دیني عالمان بیا د دې معاملي د جواز فتواوي هم ورکړي دي.

زموږ د نن ورځي مېلمه مولانا عبدالجلیل پوپلزی چې له ۲۹ کلونو راهېسي په کاناډا کې مېشت دی، خپلي دیني زده کړي یۍ په جنوبي افریقا کې کړي او د دې ترڅنګ له لسو کلونو راهېسي په ټورنټو کې د السبحان پر نوم د جومات امامت کوي، دی هم له هغه ډله علماوو څخه دی چې دا معامله سود بولي، خو د ده پر خبره چې د اړتیا پر وخت یې ترسره کول جواز لري.

د اسلام له نظره په کاناډا کې د بانکي سود یا Mortgage له لارې د کور اخیستو حکم د ناروښانتیا له امله، افغانان د کور اخيستلو کې زړه نازړه دی، دوی په کلونو کلونو د کور خاوندان نه کېږي او هر کال د ۵۰ زره ډالره شاوو خوا د کور ملاماتوونکي کرایه ورکوي.

#د_اعتدال_دیني_خپرونه

#برنامه_دینی_اعتدال

#Aetidal_Religious_Program

#بانکي_سود

#mortgage

#السبحان_جومات

#کاناډا

#امریکا

#د_کور_اخیستل

#مولانا_عبدالجلیل_پوپلزی

Views: 10