د کاناډا پلازمېنه اوټاوا کې د افغان ماشومانو لپاره د دیني زده‌کړو مرکز

سپتمبر 15, 2024

د کاناډا پلازمېنه اوټاوا ښار کې له تېرو درېیو کلونو راهیسي د افغان ماشومانو لپاره د دیني زده‌کړو یو مرکز جوړ شوی چې په کې د قران‌کریم، مورنۍ ژبې او د افغانستان د ملي او کلتوري ارزښتونو په اړه زده‌کړې ورکول کېږي.

دغه مرکز دغلته د افغان ماشومانو د دیني او کلتوري ودې برخه کې یو مهم ځای بلل کېږي.

یاد ښوونیز مرکز په دې موخه جوړ شوی څو دغلته د افغان کورنیو ماشومان له خپل دین، تاریخ او کلتور څخه لرې پاتې نه شي او خپله مورنۍ ژبه هېره نه کړي.

دغه راز، یاد مرکز د خپلو زده‌کوونکو او د هغوی د والدینو لپاره په کال کې دوه ځلې په لویه کچه تفریحي پروګرامونه هم جوړوي چې پر مهال یې ماشومان لوبې، تفریح او تر خپل منځ په خپله مورنۍ ژبه ازادې خبرې کوي؛ دغه میلې د دې لپاره تنظیمېږي څو ماشومان خوشحاله او ټولنیزې اړیکې یې پیاوړې شي.

د وصال ټلوېزیون خبریال احسان کمال دغه تفریحي پروګرام ته ورغلی او هلته یې له ماشومانو او د مرکز له غړو سره خبرې کړې دي چې پام مو ورته رااړوو.

Views: 6